
محترم استاد نويد اقا حقيار د خراسان پوهنتون دایمي کادر غړی شو؛
د خراسان پوهنتون بشري علومو پوهنځي انګلیسي څانګې لپاره محترم استاد نويد اقا حقیار د لوړو زده کړو محترم وزارت لایحې له مخې د دایمي کادر پروسې تر بشپړولو وروسته رسماً د خراسان پوهنتون بشري علومو پوهنځي علمي کادر دایمي غړی او د نوماند پوهنیار په توګه وپېژندل شو.
د خراسان پوهنتون رهبري محترم استاد ته د یادې رتبې مبارکي وايي او په چارو کې ورته د لا ډېرو بریالیتوبونو هیله لري.
باید یاده شي، چې د خراسان پوهنتون ټولو پوهنځيو لپاره د دایمي علمي کادر غړو جذب جریان لري، چې هر څه ژر به لخیره بشپړه شي.
نشراتو مديريت


