• Share with us:
د خــــراســان پـــوهـنــتــــون د رئیس پیغـام

درنو محصلینو او ګرانو هیواد والو!


خراسان یو خپلواک او نا پییلی پوهنتون دی، په هیواد کې ځوان نسل ته د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د معیاري لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په موخه پرانستل شوی.



تاسې کولای شئ د خپلو لوړو زده کړو لپاره خراسان پوهنتون د لاندې ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره غوره کړئ:

  -     نړیوال پیژندل شوی تحصیلي سند ( ډ یپلوم )

  -     پیاوړي تجربه لرونکي مسلکي او په کارپوه استاذان.

  -     په مسلکي زده کړو تمرکز او ټینګار.

  -     غني او مجهز کتابتون.

  -     غني او مجهزلابراتوارونه..

  -     د ا نترنیټ او کمپیوتر وړیا استانتیاوې.

  -     ارام، خوندي او مسلکي چاپیریال چې د تدریس او تفریح لپاره پکې اسانتیاوې شتون لري.

  -     د بهرنیو پوهنتونونو سره د ګډو مرستو تړونونه او توامیتونه چې د ګډو علمي او تحقیقاتي پروګرامونو سربیره کولای شو استاذانو او محصلینو لپاره په بهرنیو           پوهنتونونو کې د ماسترۍ او دوکتورا زمینه برابره کړو.

  -     د نوې تیکنالوژۍ له لارې بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو لرل

  -     د پیاوړې مسلکي تجربه لرونکې منظمې ادارې شتون

  -     اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ته بشپړ درناوی او پاملرنه

  -     DIT او DEL وړیا یو کلنې ډ یپلومې

  -     په معیار برابر کانتین چې محصلینو لپاره په مناسبه بیه خوراکي توکي برابروي.

  -     د ښځینه محصلینو لپاره د ترانسپورت اسانتیاوې.

  -     د نقلیه وسایطو پراخ پارکینګ

  -     ځانګړی موقعیت.


       ټول هغه هیواد وال او ځوانان چې غواړي لوړې زده کړې وکړي کولای شي زموږ ښونیز مرکز ته مراجعه وکړي، دوئ به زموږ او نورو خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ترمنځ څرګند توپیر په خپلو سترګو ووینۍ او هغه څه چې ستاسې په ذهنونو کې دي په حقیقت بدل شي.


خراسان پوهنتون کې ستاسې د بریا او پرمختګ په هیله


احمد طارق کمال

د خراسان پوهنتون موسس او رئیس




Affiliations