• Share with us:
د خراسان پوهنتون پــــه ورزشي لوبغالي کې د والیبال غوره ليګ سیالۍ پيل شوې



په ختیځ زون کې د والیبال ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د افغانستان د والیبال فدراسیون په تخنیکي او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي لګښت د خراسان پوهنتون په ورزشي لوبغالي کې نن (۲۶) د حمل پیل شوې، درې یا څلور ورځې به دوام وکړي.

د ختیځ زون په کچه پکې د والیبال شپږ لوبډلې، درې (۳) لوبډلې د ننګرهار ولایت څخه، دوه (۲) لوبډلې د لغمان ولایت څخه او یوه (۱) لوبډله د کنړ لایت څخه په یاد ټورنمڼت کې برخه لري.

موخه یې د افغانستان ملي او ځوانانو لوبډلې ته د هغه استعدادونو غوره کول دي چې وړتیا یې لري.



Affiliations