• Share with us:

د خراسان پوهنتون د انجینری پوهنځي

خراسان پوهنتون کې د انجینری پوهنځي په ۱۳۸۸ لمریز کال کې رامنځته شو چی د سیول (ساختماني) انجینری څانګه لري، په دې کې محصلین د هستوګني ودانی، عمومي او فرعی واټونه، پلونه، استنادې دیوالونه، د اوبو ذخیرې، ویالې او دکانالونو په برخو کې مسلکې زده کړې تر لاسه کوې.


په دې پوهنځي کې د لوړو زده کړو هغه ستندرد تحصیلي نصاب چې د لوړورده کړو وزادت لخوا تائید شوی او هغه مضمونونه چي له دې څانګي سره تړلې ګڼل کیږي لکه: دخاورو میخانیک، هایدرولیک، کانکریټ، سټیل ډیزاین، واټرسپلای، د موادو مقاومت، ډراوینګ او داسې نور مضامین تدریس کیږي.



د انجینری پوهنځي مرام

  • د خراسان پوهنتون د انجینری پوهنځي محصل به د ټولنیزو، اقتصادي، اخلاقي او د چاپیریال پوهي لرلو سره په خپل مسلک کې د باور وړ شخص وي
  • د خپلی مسلکي پوهې او مهارتونو څخه به د انجینری په پروژو کې د ملي او نړیوالو سیالانو سره په ګډه په معاصره توګه د کارونې وړتیا ولرې
  • محصل به د سیول انجینری په څانګه کې په نړیواله کجه د نوو بدلونونو څخه پوره پوهاوی ولري
  • محصل به له فراعت هغه اړینه او سسلکی وړتیا او پوهه ولری کوم چی د انجینری اړوند په دولتي، خصوصی او نړیوالو ادارو کي ورته اړتیا وي

د انجینری پوهنځي موخي ( اهداف)

  • د ریاضیاتو او ساینسي علومو څخه د انجینری په برخه کې د کار اخیستنې وړتیا
  • به کاري ټیم کې په معاصرډول له خپلو سیالانو او نورو مسلکونو له افرادو سره د ګډ کار کولو وړتیا
  • د انجینری اړونده ستونزې تشخیصول او د ساینسې میتودونو څخه په ګټې اخیستنې ورته د حل لارې غوره کولو وړتیا
  • د انجینری د نوو میتودونو، مهارتونو او ابزارو څخه په ساختمانې پروژو کې د کار اخیستني وړتیا




Affiliations