خــــراســان پـــوهـنــتــــون تـه ښـه راغلاسـت

خراسان یو خپلواک او نا پییلی پوهنتون دی، په هیواد کې ځوان نسل ته د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د معیاري لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په موخه پرانستل شوی.


تل یې هڅه کړې چې ملي او نړیوال معیارونه کوم چې د لوړو زده کړوپه چوکاټ کې شتون لري او د لوړو زده کړو وزارت لخوا منل شوي، په خپلو پروګرامونو کې شامل کړي، څو محصلین معیاري لوړو زده کړې ترلاسه کړي.


خراسان پوهنتون اوس مهال څلور پوهنځي لري : اقتصاد، انجینري، کمپیوترساینس او بشري علوم ( ژورنالیزم او ادبیات ) چې سلګونه محصلین پکې په لوړو زده کړو بوخت دي، تدریسي چارې یې په ملي او نړیواله کچه د کورنیو او بهرنیو استاذانو لخوا په مخ بیول کیږي.


د تیرو څو کلونو په موده کې یې وکولای شول چې په هیواد کې د ننه د ګڼو ځوانانو رضایت خپل کړي او د باور وړ یې وګرځي او له هیواده بهر د ځینو پوهنتونونو سره خپلې اړیکې ټینګې او د معیاري کیدو خواته ګامونه اوچت کړي.


اوس مهال په ختیځ زون کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی، چې د لوړو زده کړو موسسې څخه یې د پوهنتون کچې ته ارتقآ کړې، سربیره پردې یې د ماسترۍ لوړې زده کړې هم پیل کړي او موخې یې لا ډیرې لوړه دهي هڅه به وکړي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

  • KU President
  • Khurasan Building
  • Library
  • full screen slider
  • Convocation
KU President1 2 Khurasan Building3 Library4 President Awarding degrees to students5 Convocation6
full screen slider by WOWSlider.com v6.4




سيرت النبي سيالي

په جلال اباد کې د خراسان پوهنتون د محصلينو ترمنځ د سيرت النبي سيالي ترسره شوه. ياده سيالي د خراسان پوهنتون د ادبي ټولنې په نوښت جوړه شوې وه چې لګښت يي د ياد پوهنتون ادارې په غاړه اخيستی وه. په دې سيال

پاتي برخه ولولي

د خراسان پوهنتون د مبارکی پیغام

د خراسان لوړو زده کړو موسسی د ښو خدمتونو په وړاندی کولو وکولای شول چی د لوړو زده کړو وزارت له لورې د پوهنتون مقام تر لاسه کړې.

نوموړی پوهنتون په ۱۳۸۶ لمریز کال کې تاسیس شوی، اوس مهال پنځه پوه

پاتي برخه ولولي



Affiliations